آیا تا سو له مرگ نه ویره لری؟

  ۱۷ مارس ۲۰۱۳

زبان: پښتو

قصه کوی چه د آلمان د لویو صنایعو یو څښتن چه فریدریش کروپ نومیده له مرگ نه یی ډیره ویره درولوده. ښاغلی کروپ د نظامی وسایلو لکه توپ او ټانگ د جوړولو یو لوی شرکت یی هم درلود چه د «کروپ» په نامه یادیده او هغه پخپله اداره کاوه. کروپ د نړی مختلفو هیوادونو ته یی په لوړه پیمانه خپل جنگی وسایل پلورل او له دی لاری نه به یی ډیری پیسی تر لاسه کولی. هغو هیوادونو چه د کروپ د جنگی وسایلو په وسیله سمبال شول دوی وکولای شول چه خطرناکه جنگونه په لاره واچوی او د ملیون هاوو انسانانو د وژلو باعث وگرزی. کروپ چه د پیسو لپاره د بی گناه خلکو د وژلو وسایل تولیدول پخپله په وحشیانه ډول له مرگ نه یی ډیره ویره درلودله. چاچی د هغه ژوند لیک لیکلی دی لیکی چه کروپ خپلی کورنی ته لارښونه کړی وه چه هغوی هیڅکله په کور کی د مرگ کلمه په خپله ژبه را نه وړی. یانی هیڅ چا نشوای کولای چه د هغه په کور کی د مرگ کلمه یاده کړی. کله چه د هغه له نژدی خپلوانو نه یو سړی ده هغه په کورکی مړ شو، هغه له کوره وتښتید، تر څو د هغه مړی و نه گوری او د مرگ د ویر آوازونه وانوری. وروسته له څو ورځو کله څه هغه بیرته کورته راغی میرمنی یی هغه په دی خاطر ډیر ملاته کړ. کروپ صرف په دی خاطر چه میرمن یی ولی هغه ملامته کړ هغی ته یی طلاق ورکړ. کله چه هغه زوړ شو او پوهیده چه مرگ یی نژدی دی، خپل معالج ډاکتر ته یی د یو ملیون جرمنی مارکو ورکولو وعده وکړه تر څو که وکولای شی د هغه عمر لږ تر لږ لس کاله نور هم اوږد کړی.

اما د هغه دا کوشش بی گټی وو، هغه څه له مرگ نه یی وحشت او ویره درلوده ورسره مخامخ شو.

په مقدس انجیل کی عیسی مسیح مونږ ته زیری راکوی او فرمایی: « زه قیامت یم او زه ژوندون یم. که څوک په ما ایمان لری که هغه مړ هم شی نو هغه به بیا ژوندی وی» (یوحنا ١١: ٢٥)

یواځی او یواځی ابدی ژوند په عیسی مسیح کی دی او په هغه د ایمان په راوړلو سره ابدی ژوند تر لاسه کیدلای شی او بس. عیسی مسیح نه یوازی د هغو خلکو لپاره چه له مرگ نه ویره لری بلکه د ټولو هغو خلکو لپاره چه اطمینان نه لری چه د هغوی آخرت به څه رنگه وی ابدی ژوند آماده کړی ده. پیسو ته او هم زمونږ ډیر خاص کوشش ته هم هیڅ ضرورت نشته چه مونږ پیسی خرڅی کړو او زیارتونو ته اوږده سفرونه وکړو. یوازی په عیسی مسیح ایمان راوړل کفایت کوی چه مونږ ابدی ژوند تر لاسه کړو.

یو ځل یو سړی چه یایروس نومیده او د یوی عبادت خانی مشر وو، عیسی مسیح ته راغی او په ژړا یی له عیسی مسیح نه وغوښتل چه له هغه سره د هغه کور ته لاړ شی او د هغه لور څه ډیره سخته ناروغه ده شفا ورکړی. کله چه عیسی مسیح له هغه سره روان وو په دی وخت کی د عبادت خانی مشر ته خبر راغی چه ده هغه لور مړه شوی ده او اوس ضرورت نشته چه عیسی مسیح ته تکلیف ورکړی. عیسی مسیح دا خبره واوریده او هغه ته وویل:«مه ویریږه خو ایمان لره» (مرقس ٥: ٣٦) عیسی مسیح چه د هغه کورته نژدی شو د نجلی خپلو خپلوانو په ژړا او چغو ویر او ماتم یی کاوه. عیسی مسیح هغوی ته وویل دا څه ژړا گانی او ویر گډ دی؟ جینی خو مړه نه ده هغه خو ویده ده. او بیا عیسی مسیح د جینی له پلار مور او خپلو شاگردانو سره هغی خونی ته ور ننوت چه جینی په کی پرته وه. بیا یی جینی له لاسه و نیوله او هغی ته یی ویل: «پاڅه زما بچی.» جینی سمدستی پاڅیده او روانه شوه.

عیسی مسیح چه فرمایلی دی: «زه قیامت یم او زه ژوندون یم.» واقعاً هغه قیامت او ژوند دی. لکه څه رنگه چه عیسی مسیح د عبادت خانی مشر ته وفرمایل: «مه ویریږه خو ایمان لره.» که هر څوک په عیسی مسیح ایمان ولری کولای شی په عیسی مسیح کی ابدی ژوند تر لاسه کړی.  پایآغاز بهار ۱۳۹٢به شما عزیزان مبارک باد می گوییم. 

مقاله‌های اخیرا